د افغانستان لپاره هلې ځلې په بحران بدلیږي
رحمت اله روان رحمت اله روان

امريکايي سناتور او د ولسمشرۍ پخواني کانديد جان ميکن له بارک اوباما وغوښتل، چې له افغانستان څخه د امريکايي سرتیرو د وېستلو مهال وېش اعلان نه کړي،جان میکن دغه ځرګندونی تیره اوونی دامریکا دسنا مجلس دوسلوالو ځواکونو کمیسون ته دوینا پر مهال کړي دي .

ميکن وويل: ((که چیری موږ له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وېستلو اعلان وکړو، نو دا کار به زموږ دوستانو او دښمنانو لپاره يو غلط پيغام له ځان سره ولري((

د يادونې وړ ده، چې ولسمشر بارک اوباما تیر کال د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ د اعلانولو پر مهال ويلي و، چې د ٢٠١١ زېږديز کال د جولاى له مياشت څخه به په تدريجي ډول خپل سرتېري وباسي.جان میکن له اوباما وغوښتل،چی دغه اعلان دی بیرته واخلی.

جنرال ډېوېډ پیترایوس، چې د امریکا د مرکزي قوماندۍ د مشر په توګه د افغانستان جګړه څاري، هم د کانګرس د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمیټی په استماعیه غونډه کې حاضر و.

نوموړي پرون وروسته له دې چې د امریکا د کانګریس جګپوړو مقاماتو د افغانستان د جګړې په باب د ولسمشربارک اوباما پرستراتیژۍ ژوره اندېښنه ښکاره کړه، د کانګرس د غړیو د پوښتنوپه وخت بې هوشه شو.

یوه سناتور د پېټرایوس ضعف یا بې سدي د ډار شېبه وبلله. پیټرایوس لوی مېز ته ولاړ وو او د سناتورانو پوښتنو ته یې ځوابونه ویل، چې د بې هوشۍ څپه پرې راغله. هغه له تالاره یوې خونې ته یووړل شو او پوځي ډاکترانو معاینه کړ.

پیټرایوس وروسته وویل، چې سهارنۍ یې نه وه خوړلې او اوبه یې کمې څښلې وې ځکه بې هوشه شو.

ده په په ټوکو وویل، چې د سناتورجان مکین د سختو پوښتنو په خاطر یې ضعف نه دی کړی. مکین د غونډې مشري کوله. ده د اوباما ترحکومت مخکې پیټرایوس اتل بللی و، خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړی، چې ممکن د افغانستان هلې ځلې په بحران بدلې شي.

جمهوري غوښتونکي جان مکین، چې افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو لپاره یې د بارک اوباما د پرېکړې ملاتړ کړی، وویل:

"زه په افغانستان کې د خپلو هلوځلو په وړاندې ژوره اندېښنه لرم. ډېرې نښې نښانې داسې ښکاره وې چې حالات په سم لور روان نه وي."

مکین له ولسمشربارک اوباما څخه وغوښتل، چې د ۲۰۱۱ کال په جولای کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په باب پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي ځکه چې دا پرېکړه له حقایقو سره سمون نه خوري او داسې نه ښکاري، چې د افغانستان حالات دې ترهغه وخته بهتره شي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا سل زره امريکايي سرتیری میشت دي او تر اوسه يې  په افغانستان کی ۱۱۲۴ تنه  سرتیری وژل شوي دي ،دروان ۲۰۱۰ کال له پیله تر دی دمه په افغانستان کی دناټو ځواکونوتلفات ۲۷۳ تنو ته ورسیدل چی ۵۴ تنه یی یوازی په روانه میاشت کی وژل شوی دي.

د ملګروملتو سرمنشي دجون دمیاشتی په ۱۹ نیټه په خپل یوه راپور کی ویلی دي چی د افغانستان امنیتي حالات ښه شوي نه دي او د سړک د غاړې بمي حملې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تیرکال کال د ورته مودې په پرتله ۹۴ فیصده زیاتې شوې دي.

سرمنشي بانکي مون دا خبره په هغه درې میاشتني راپور کې څرګنده کړې چې د ملګروملتو امنیت شورا ته یې وړاندې کړ.دا راپورنن په کابل کې د ملګروملتودفتر  یوناما هم خپور کړی دي..

د سرمنشي په راپور کې همداراز ویل شوي چې د سړک د غاړې پر بمي چاودنو سربیره په هره اوونۍ کې درې ځانوژونکې حملې کیږی چې ترنیمايي زیاتې یې د جنوبي ولایتونوپه پښتني سیمو کې شوي دي.

د ملګروملتو د سرمنشي په راپور کې دا هم ویل شوي چې د حکومتي مامورینووژنې هم د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۲۰۰۹ کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله په سلو کې ۴۵ فیصده زیاتې شوې دي.په راپور کې ویل شوي چې کابو ټولې وژنې په پښتني سیمو کې شوي دي

همدا راز په افغانستان کی د کورنيو چارو وزارت، خبردارى ورکړ چې له نهو ولسواليو پرته نورې ټولې ولسوالۍ له امنيتي ګواښ سره مخ دي ،په دی باب دکورنیو چارو سرپرست ښاغلی منیر منګل دغبرګولی دمیاشتی پر ۲۶ نیټه دافغانستان وولسی چرګی ته دخپل راپور په ترځ کی وویل چی دمعلوماتو له مخی له ټولو ۳۶۴ ولسوالیو ځخه ۱۱۴ له جدی،۵۰ په منځنی کچه او ۱۹۱ ولسوالی په ټیټه کچه دوسله والو مخالفینو له ګواښ سره مخا مخ دي. دهمدی راپور په اساس داسی ارزیابی کیږي چی په سلو کی ۹۷٪ دافغانستان کنترول په مستقیم اویا غیری مستقیمه تو ګه دمخالفینو تر کنترول لاندی دي

په عین حال کی د امریکا د دفاع وزارت د پالیسي مرستیالې میشیل فلورنوې  د کانګرس د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمیټی په استماعیه غونډه کې وویل، چی موږ ورو ورو د جګړې ابتکار په لاس کې اخلو او وسله وال طالبان هم له زوره لویږي.

میرمن فلورنوی د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو د حملو زیاتوالی ته په اشاره وویل، چې دغو حملو د سیمه ییزې سمې ادارې د جوړولو هڅې ټکنۍ کړي دي.

 امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلنټن دتیری جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان حکومت او د هغه نړیوال ملاتړ کوونکي په دغه هیواد کې په ثبات راوستلو کې پرمختګ کوي.

میر من کلنټن دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې په تیره یوه اوونۍ کې امریکايي سناتورانو د دفاع وزارت له چارواکو سره په استماعیه غونډو کې د افغانستان پرحالاتو ژوره اندېښنه ښکاره کړه .

له واشنګټن څخه د راپورونو له مخې میر من کلنټن د ډنمارک له باندنیو چارو وزیرلیني ایسپرسن سره په ګډه خبري غونډه کې وویل :«فکرکوم چې موږ پرمختګ کوو،موږ پوهیږو چې دا څومره سخت کار دی خود افغانستان ملي اردو او ملي پولیس مخ په ښه کیدو دي نوموړی همدا راز ویلی دي چی دابه دجولای په میاشت کی  کابل ته ولاړه شی ځو دکابل په نړیوال کنفرانس کی ګډون وکړي. داسش معلومیږی چی دامریکا دنظامی او ملکی چارواکو تر مینځ دافغانستان دکشالی په سر دنظر اختلاف موجود وي او دافغانستان په هکله ضد او نقیض راپورونه درسنیو له لاری خپره وی.

په دې كې شك نشته چې په افغانستان كې د تیرو نهو كلونو په بهير كې نړيوالې ټولنې په پوځي او سياسي دواړو اړخونو كې داسې بريا نه ده لرلې چې افغان ولس پرې قانع شي، دغه مسالې ځينو لوريو ته يو كاذب احساس وركړى دي، دوى د نړيوالې ټولنې دغه ناكامي خپل برى ګڼي. په داسې حال كې چې داسې نه ده، د نړيوالې ټولنې ناكامي اصلاً په سيمه كې د بحران، بدمرغيو، جګړو، وينو اورونو او مرګونو د كرغيړنو لوبو د بل پړاو پيل او تكرار كيداى شي چې هيڅ ګټونكى نه لري. بايلونكي به يې زموږ ولسونه وي چې مرګونه به پرې تپل كیږی او دپردیو دګټو په خاطر به قربانی کیږي،ټولو افغانانو ته په کار ده چی دنوموړی بحران مخه ونیسی او یوه اوبل ته په اخلاص او پاک نیت دمحبت او دوستی غیږي خلاصی کړی او تیر ی نا خوالی چی زمونږ یو نسل دهغو قربانی شوی دی نور دپای ټکی کیښودل شی او افغانان باید نور په یوه نامه او بل نامه چی پردیو زمونږ په خواله راکړي دی ونه ویشو دابه اخرنی امکان وی چی باید افغانستان ته دتکراری بحران ځخه نجات ور کړو.پای

 

 

 


June 21st, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات